معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / وسله والو د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر او د هغه زوی وژلي

وسله والو د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر او د هغه زوی وژلي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د جوزجان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې نامعلومو وسله والو د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر عبدالمتین او د هغه زوی وژلي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس بسم الله نصرت رسنیو ته ویلي، چې عبدالمتین او زوی یې تېره ورځ ماسپښین یوه نیمه بجه د فیض اباد ولسوالۍ اړوند بالامردیان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ښاغلي نصرت په وینا، د پېښې عاملین له ځای په تېښته بریالي شوي دي خو په خبره یې امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
تر اوسه د پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه او نه هم د دې پېښې مسوولیت کوم کس یا ډلې په غاړه اخستی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس