وسله والو د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر او د هغه زوی وژلی

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د جوزجان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکی وایی، چې نامعلومو وسله والو د فیض اباد ولسوالۍ د پوهنې پخوانی آمر عبدالمتین او د هغه زوی وژلی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس بسم الله نصرت رسنیو ته ویلی، چې عبدالمتین او زوی یې تېره ورځ ماسپښین یوه نیمه بجه د فیض اباد ولسوالۍ اړوند بالامردیان ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د ښاغلی نصرت په وینا، د پېښې عاملین له ځای په تېښته بریالی شوی دی خو په خبره یې امنیتی ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړی دی.
تر اوسه د پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه او نه هم د دې پېښې مسوولیت کوم کس یا ډلې په غاړه اخستی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.