کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو شکایت کړی، چې په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مخابراتی او انټرنیټی خدمتونو کیفیت خراب دی او ځینې مهال مخابراتی اړیکې نه نیول کیږی.
د دوی په خبره د مخابراتی شبکو د خدمتونو لګښتونه زیات خو کېفیت یې خراب دی.
دا ولسونه له سرپرست حکومته غواړی، چې د چټک انټرنېټ لرلو په موخه دې د نوری فایبر شبکې غځولو چارې ټولو سیمو ته پراخې کړی.
په ورته مهال د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت بیا ویلی، چې ګڼو دغه ډول ولایاتو ته یې د نوری فایبر شبکې غځولو چارې په چټکۍ سره روانې کړی، چې نږدې راتلونکی کې به یې پاتې کارونه هم بشپړ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ