ولسی وګړو او سوداګرو د یو لاریون پۀ ترڅ کې د پاکستان له لوری د تورخم دروازې تړل وغندل

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تورخم پولې ته څېرمه تېره ورځ د ډکې سیمه کې ګڼ شمېر ملی سوداګرو، قومی مشرانو او ولسی وګړو د یو لاریون په ترڅ کې د پاکستان هېواد له لوری د تورخم دروازې تړل وغندل او غوښتنه یې وکړه، چې باید ژر تر ژره دغه لاره د تلو – راتلو او ټرانزیټ پر مخ خلاصه شی.
لاریون کوونکو وویل، چې د پاکستان هېواد له لوری د دغې دروازې تړل کېدل د ټولو اصولو خلاف عمل دی، چې له امله یې سوداګرو ته په لکونو ډالره مالی زیانونه واوښتل.
لاریون کوونکو سوداګرو نیوکه وکړه چې پاکستانی لوری هر کال د افغانی مېوو د رسېدو او صادرېدو پرمهال په لوی لاس دغه ډول ستونزې زېږوی، چې باید ترې لاس په سر شی.
د دغه لاریون په وروستۍ برخه کې یو اته ماده ییز پرېکړه لیک هم ولوستل شو، چې په کې له پاکستانی لوری غوښتنه وشوه، څو سوداګریزو مسایل د خپلو سیاسی مسایلو له امله ښکار نه کړی.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې ښیی، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته له یو میلیون ډالرو ډېر زیان رسېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.