ویانا په نژدې راتلونکو ورځو کې د افغان سیاستوالو د غونډې کوربه توب کوی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبلې ۱۶مه او د سپټمبر میاشتې ۷مه نېټه ده) د رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو په ویانا دفتر کې د افغانستان په تړاو دغه غونډه د روانې میلادی سپټمبر میاشتې په ۱۵مه جوړېږی او په هغه کې تر ډېره د اوسنی حکومت مخالفین حضور لری.

ټاکل شوې، چې دوی به د افغانستان پر روان وضعیت او راتلونکی بحثونه ولری.
احمد مسعود، رحمت الله نبیل، داکټر رنګین دادفر سپنتا او ځینې نورې مشهورې څېرې د دې غونډې ګډونوال دی.

تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ولې د داسې غونډې کوربه توب کوی او نه هم افغان حکومت په دې اړه غبرګون ښوودلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.