کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې آمینې محمد د سفر پر مهال د دغه سازمان پلاوی د اوسنی افغان حکومت سپین توغ سره انځورونه خپاره شول.
پر دغې انځور د مقاومت جبهې د ویاند لخوا د څو وار نیوکو وروسته د انډیپنډنټ ورځپاڼې په وینا ملګری ملتونه اړ شول، چې په دې تړاو بښنه وغواړی.
د مقاومت جبهې ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، د ملګرو ملتونو د پلاوی د غړو له خوا دې بېرغ سره انځورونه اخیستل د دغه سازمان بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولی.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې آمینې محمد په مشرۍ یو پلاوی د افغان چارواکو سره د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د افغان مېرمنو او نجونو د تحصیل او کار بندښت په تړاو د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ