کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې دولتی رسنۍ راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دوه ورځنی سفر ازبکستان ته ځی.
ټاس خبری اژانس ویلی، چې پوتین به په دې سفر کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړی.
په راپور کې راغلی، چې پوتین به نن ازبکستان ته ولاړ شی.
دا واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته له روسیې بهر د پوتین درېیم سفر دی.
د خبر پر بنسټ، په نوې دوره کې د نوموړی لومړی سفر چین او بیا بلاروس ته و.
د روسیې دولتی رسنۍ راپور ورکوی، چې دواړه مشران به د سیمې د مسایلو په اړوند هم خبرې وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ