معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / يو سوداګر د ٢٩٧ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پېرلي

يو سوداګر د ٢٩٧ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پېرلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د داوطلبۍ په ۱۳مه دوره کې يوه ملي سوداګر د ٢٩٧ زره ډالرو په ارزښت ۲۸۶۷ قیراطه زمرد پېرلي دي.

د خبر پر بنسټ، دغه ليلام د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د سيمه‌ ييزو ادارو د رييسانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولايت په رسمي تالار کې ترسره شو.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ۱۳ ليلامونو کې ۴۰ زره ٥٨٨ قيراط زمرد د ۳ مليونو ٣١٥ زره او٧٥٠ امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو د ٧٤٣٠ قيراطه زمرد په ټوليزه بيه ١٤٢ زره ډالرو باندې پلورلي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس