یو سوداګر د ۲۹۷ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرد پېرلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د داوطلبۍ په ۱۳مه دوره کې یوه ملی سوداګر د ۲۹۷ زره ډالرو په ارزښت ۲۸۶۷ قیراطه زمرد پېرلی دی.

د خبر پر بنسټ، دغه لیلام د پنجشېر د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه‌ ییزو ادارو د رییسانو او سوداګرو په شتون کې د دغه ولایت په رسمی تالار کې ترسره شو.

د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په ۱۳ لیلامونو کې ۴۰ زره ۵۸۸ قیراط زمرد د ۳ ملیونو ۳۱۵ زره او۷۵۰ امریکایی ډالرو په ارزښت پلورل شوی دی.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې هم د هېواد پر سوداګرو د ۷۴۳۰ قیراطه زمرد په ټولیزه بیه ۱۴۲ زره ډالرو باندې پلورلی وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.