ټام وېسټ د منځنۍ آسیا چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو لۀ چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دی.
د راپور پر بنسټ ویسټ ویلی، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو او د امریکا د استازو په غونډه کې د افغانستان په اړه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره لیدلی او د افغانانو په ګډ ملاتړ یې تینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی همدا راز لیکلی، چې په دې کتنه کې یې د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د امنیت، بشری حقونو، اقتصاد او بشری اړتیاو په شمول پر مهمو مسلو ګټورې خبرې کړی دی.
ټاکل شوې، چې ټام وېسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری ډېر ژر دوحه کې به هم د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ یو پلاوی سره ووینی.
سرپرست حکومت ویلی، په دې کتنه کې به له امریکایی لوری سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له تور لېست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو لرې کېدو په اړه هم خبرې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.