کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د افغانستان په اړه به د خبرو لپاره روانه اوونۍ هند او متحده عربی اماراتو ته سفر وکړی.
نوموړی د دغه سفر موخه له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د همکاریو په اړه خبرې کول ښودلی.
که څه هم وېسټ د خپل دغه سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو دا له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې چې دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه وه، لومړی ځل دی چې وېسټ یو وار بیا د سیمې هېوادونو ته د افغانستان په تړاو سفر کوی.
د وېسټ دا سفر په داسې مهال کیږی، چې دې وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بمبارد او نښتو له امله اړیکې ترینګلې شوې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ