کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳ مه نېټه):
که څه هم تر دې وړاندې یو وار د پنجشنبې شپه داسې خبرونه خپاره شول، چې ګوندې په دغه شپه برېښنا نښلول کیږی، خو اوس برېښنا شرکت ته نږدې سرچینو ویلی، چې ښایی له ازبکستان څخه واردېدونکې برېښنا تر راتلونکې چهارشنبې بېرته ونښلول شی.
ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه هم لاس په لاس کیږی، چې ګوندې ازبکستان هېواد په بشپړه توګه خپله برېښنا افغانستان باندې پرې کړې ده، خو رسمی سرچینو لا تر دې دمه دغه خبر نه دی تایید کړی.
په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا تر پام وړ پرچاوۍ وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی هم له ازبکستان نه وغوښتل، چې د شوی قرارداد پر اساس افغانستان ته د برېښنا ټاکلې اندازه صادره کړی.
برېښنا شرکت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو برېښنا شرکت ته نږدې سرچینو ویلی، چې ښایی تر راتلونکې چهارشنبې له ازبکستان څخه د وارداتی برېښنا د بېرته نښلول کېدو په اړه برېښنا شرکت نن رسمی اعلان هم وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ