کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهـ.ـد به د دوحې په ناسته کې د افغان حکومت د پلاوي مشري وکړي.
د خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د همغږۍ جلسه دایره کړه.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست وزیر له قوله لیکلي، چې د طالبانو د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د طالبانو د حکومت د جګپوړي ویاند په مشرۍ به یو پلاوی راتلونکې اوونۍ قطر ته سفر وکړي.
د دوحې په سفر کې له مجاهد سره د نورو چارواکو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ دایریږي.
ملګري ملتونه د دې غونډې د مدیریت مسوولیت لري او د افغانستان لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په کې ګډون کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/