کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهـ.ـد به د دوحې په ناسته کې د افغان حکومت د پلاوی مشری وکړی.
د خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره د همغږۍ جلسه دایره کړه.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخی د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست وزیر له قوله لیکلی، چې د طالبانو د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د طالبانو د حکومت د جګپوړی ویاند په مشرۍ به یو پلاوی راتلونکې اوونۍ قطر ته سفر وکړی.
د دوحې په سفر کې له مجاهد سره د نورو چارواکو په اړه څه نه دی ویل شوی.
د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ دایریږی.
ملګری ملتونه د دې غونډې د مدیریت مسوولیت لری او د افغانستان لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ځانګړی استازی په کې ګډون کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ