معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټاکل شوې چې عمران خان نن لۀ بنده آزاد شي

ټاکل شوې چې عمران خان نن لۀ بنده آزاد شي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۲ نېټه):
وروسته تر هغې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د دغه هېواد د واکمن ګوند له لوري فساد کې د ښکېلتیا په تور ونیولو، د عمران د ګوند پلویانو ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه ترسره کړل، چې په کې ډېری دولتي ودانۍ او د دولتي کارکوونکو چارواکو کورونه وسوځول شول.
تازه د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کولو حکم صادر کړی دی.
دې محکمې ويلي، د تحریک انصاف د مشر عمران خان نیول غیر قانوني وو.
د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د وسیقې په اساس له بنده آزاد کړل شي.
رسنیو ویلي، چې تېره شپه د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د عمران لیدو لپاره ورغلی و.
پاکستاني رسنیو زیاته کړې، چې اسلام آباد کې لا هم وضعیت بېړنی دی او حکومت له څلورو تنو د زیاتو کسانو په راټولېدنې مطلق بندیز لګولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس