ټاکل شوې چې عمران خان نن لۀ بنده آزاد شی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۲ نېټه):
وروسته تر هغې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د دغه هېواد د واکمن ګوند له لوری فساد کې د ښکېلتیا په تور ونیولو، د عمران د ګوند پلویانو ټول پاکستان کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه ترسره کړل، چې په کې ډېری دولتی ودانۍ او د دولتی کارکوونکو چارواکو کورونه وسوځول شول.
تازه د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خوشې کولو حکم صادر کړی دی.
دې محکمې ویلی، د تحریک انصاف د مشر عمران خان نیول غیر قانونی وو.
د پاکستانی رسنیو د خبرونو له مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د وسیقې په اساس له بنده آزاد کړل شی.
رسنیو ویلی، چې تېره شپه د پاکستان ولسمشر عارف علوی هم د عمران لیدو لپاره ورغلی و.
پاکستانی رسنیو زیاته کړې، چې اسلام آباد کې لا هم وضعیت بېړنی دی او حکومت له څلورو تنو د زیاتو کسانو په راټولېدنې مطلق بندیز لګولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.