کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکې سترې پروژې ټاپی چارې به نن د افغانستان هرات ولایت کې په رسمی ډول پیل شی.
د ټاپی پروژې نل لیکه به له کلونو انتظار وروسته افغانستان کې پیل شی، چې د اقتصادی چارو د شنونکو په باور افغانستان لپاره به ګڼې اقتصادی ګټې ولری.
دغه پروژه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لری، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴ کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې به یې چارې نن ورځ پیل شی.
ټاپی نل لیکه په کلنی ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لری، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساویانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شی.
د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلنی ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړی او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړی.
د ټاپی پروژې د چارو پیل لپاره نن هرات ولایت کې ځانګړی مراسم نیول شوی، چې هم مهاله به ورسره د ټاپ، نوری فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو چارې هم پیل شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ