ټاکل شوې چې نن د خېبر په لوی میدان کې د پښتون قام ستره جرګه پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن شنبه به په خېبر کې د پښتون قوم ستره عدالتی جرګه پیل شی.

سره له دې چې ټاکل شوې وه دا جرګه تېره ورځ پیل شی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په وینا د پاکستانی ریاست له لوری د دغې جرګې د مخنیوی هڅو او رامنځته شویو ستونزو له وجې د وسایلو لېږد او ترتیبات وځنډېدل.

لومړیو کې پاکستانی ریاست د دغې جرګې په کولو بندیز لګولی و، خو له صوبایی حکومت سره  تر خبرو وروسته دې جرګې ته د کولو اجازت ورکړل شو.

ځایی سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلی، چې د جرګې ځای ته تللې لارې اوس خلاصې شوی او زرګونه پښتانه د جرګې میدان کې راټول دی.

ویل کیږی چې دې درې ورځنۍ جرګه کې به په لومړۍ ورځ د پاکستانی ریاست ظلمونه په لوی سکرین کې پښتنو ته وښودل شی، په دوهمه ورځ به راټول شوی مشران د موضوعاتو پر حل بحث کوی او په درېیمه ورځ به د جرګې پرېکړه اعلانیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.