کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۷ نېټه):
د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال ملا عبدالسلام حیدری د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلود، وویل چې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت له لوری ځمکنیو ټرانسپورټی شرکتونو ته د الکټرونیکی کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې پرانیست غونډه کې چې د یاد وزارت اړوند د کابل ټرانسپورټ د تنظیم ریاست کې جوړه شوې وه، د ګڼو ټرانسپورټی شرکتونو استازو برخه اخیستې وه.
د واټ ټرانسپورټ مرستیال په خپلو خبرو کې ټول ځمکنی ټرانسپورټی شرکتونه له نړیوالو معیارونو سره سمو خدمتونو ته راوبلل او له خپل لورې یې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ