کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو اجرايوي فرمان کې د امريکا غږ په ګډون د دې هېواد د دولتي رسنیو کارکوونکي په جبري توګه رخصت کړي او پر آزادۍ راډيو یې بودیجه قطع کړې ده.
ټرمپ او ملګرو يې امريکا غږ د محافظه کارانو پر وړاندې په تعصب تورن کړی او په دې رسنۍ کېدونکي مصارف يې د امريکايانو پر اوږو اضافه بار بللی دی.
د امريکا غږ کارکوونکي تر بلې خبرتيا رخصت شوي، چې تر هغو پورې به تنخوا ورکول کیږي.
د دغو رسنيو بندېدو وړانديز تېره مياشت د ايلن ماسک لخوا شوی و. نوموړي ويلي وو چې اوس مهال څوک راډيو نه اوري او د دې راډيوګانو فعاليت بې اغېزې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/