کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اجرایوی فرمان کې د امریکا غږ په ګډون د دې هېواد د دولتی رسنیو کارکوونکی په جبری توګه رخصت کړی او پر آزادۍ راډیو یې بودیجه قطع کړې ده.
ټرمپ او ملګرو یې امریکا غږ د محافظه کارانو پر وړاندې په تعصب تورن کړی او په دې رسنۍ کېدونکی مصارف یې د امریکایانو پر اوږو اضافه بار بللی دی.
د امریکا غږ کارکوونکی تر بلې خبرتیا رخصت شوی، چې تر هغو پورې به تنخوا ورکول کیږی.
د دغو رسنیو بندېدو وړاندیز تېره میاشت د ایلن ماسک لخوا شوی و. نوموړی ویلی وو چې اوس مهال څوک راډیو نه اوری او د دې راډیوګانو فعالیت بې اغېزې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ