ټرمپ د دوه لکه ډالرو په ضمانت له زندانه خوشې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۴ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جورجیا د اتلانتا په فولټن زندان د ۲ لکه ډالرو د ضمانت په وثیقې آزاد شو.
د راپور پر بنسټ، ټرمپ د تورونو د اورېدو لپاره زندان ته ورغلی و.
هغه په هوایی ډګر کې خبریالانو ته ویلی، چې هېڅ غلط کار یې نه دی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د هغه حق دی د ټاکنو پایلې وننګوی.
جورجیا کې پر ټرمپ باندې دعوه شوې چې د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره یې هڅه کړې ده.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د جمهوری غوښتونکو مخکښ نوماند هم دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.