کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی، له غزې څخه د فلسطینیانو اجباری وېستلو او د دغه تړانګې د نیولو په اړه یې طرحه تحمیلی نه؛ بلکې یوازې یو وړاندیز و.
ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کې د نړیوالو غبرګونونو په اړه ویلی، د اردن او مصر مخالفت متاثر کړ، خو په خبره یې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ده یو انتخابی وړاندیز و.
نوموړی څو اوونۍ وړاندې له غزې د فلسطینیانو د وېستلو طرحه وړاندې کړې وه، چې له پراخ نړیوال مخالفت سره مخ شوه.
یو شمېر هېوادونو دا طرحه نژادی تصفیه وبلله او خبرداری یې ورکړ، چې دا ډول اقدامات به د غزې شخړه لا پېچلې کړی.
عربی هېوادونه، ملګری ملتونه، او اروپایی ټولنې د فلسطینیانو د جبری وېستلو طرحه د نړیوالو قوانینو نقض وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول کړنې به د سیمې ناورین ژور کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ