معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټرمپ له پوتین سره د اکراین پر وضعیت ټېلیفوني خبرې کړي

ټرمپ له پوتین سره د اکراین پر وضعیت ټېلیفوني خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، چې د اوکراین جګړه دې نه زیاتوي.

واشنګټن پوست د یو شمېر سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه‌ دي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې کړې دي.

ټرمپ د نومبر په شپږمه ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.

د سرچینې د معلوماتو له‌ مخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس