کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په ټیلیفونی خبرو کې ویلی، چې د اوکراین جګړه دې نه زیاتوی.
واشنګټن پوست د یو شمېر سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه دی یاد شوی، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې کړې دی.
ټرمپ د نومبر په شپږمه ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکی سره هم ټیلیفونی خبرې کړې وې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټرمپ پوتین ته ویلی، لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ