ټرمپ وایی، بګرام له هغه ځایه چې چین په کې اتومی بم جوړوی، یو ساعت واټن لری

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیوکې سره ویلی، په داسې حال کې چې بګرام هوایی ډګر له هغه ځایه چې چین په کې هستوی بم جوړوی، یو ساعت فاصله لری خو په خبره یې بیا هم موږ بګرام پرېښود.
د نوموړی په وینا امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د بګرام هوایی ډګر په لوی لاس چین ته په واک کې ورکړ.
د ټرمپ په خبره هغه د بګرام په اړه د افغانستان له امله اندېښمن نه دی، بلکې د هغه اندېښنه دا ده چې دا مېدان له هغه ځای څخه یوازې یو ساعت واټن لری، چې چین اتومی بمونه په کې جوړوی.
بګرام هوایی ډګر کې د چینایی وګړو د شتون په ادعا تر اوسه افغان چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.