کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت وایی، په ځینو رسنیو کې د افغانستان د دولتی پوهنتونونو د نومونو بدلېدو خبرونه خپاره شوی، چې حقیقت نه لری.
دوی د نومونو د بدلېدو موضوع په کلکه رد کړې ده.
د لوړو زده کړو ویاند د یو ویډیو کلیپ له لارې ویلی، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک کې هیڅ شخصی اکاونټ نه لری. نوموړی له خلکو غوښتنه کړې چې پر جعلی پاڼو باور و نه کړی.
دوی ټینګار کړی چې هڅه کوی د جعلی اکاونټونو چلوونکی کسان تعقیب او قضایی ارګانونو ته یې وسپاری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ