ټول هېواد کې د حج پچې اچونې بهیر ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج لپاره د پچې اچونې بهیر په ټول هېواد کې بشپړ شو.

یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د حج لپاره د نوم لیکنې بهیر څه موده وړاندې پیل شوی و او پرون د پچې اچونې بهیر د وزارت د چارواکو او د حج غوښتونکو په حضور کې ترسره شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکی مرستیال د پچې اچونې په مراسمو کې ویلی، سږ کال د حج لپاره له ۱۰۵ زرو زیات کسانو نوم‌لیکنه کړې ده.

د وزارت مسوولینو ټینګار کړی، چې د پچې اچونې بهیر په شفاف ډول ترسره شوی او یوازې ټاکل شوی کسان به د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج سفر ته ولېږل شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.