ټول هېواد کې ۸۰ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اراضۍ ادارې عمومی رییس کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلی، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۸۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.
د راپور پر بنسټ نوموړی ویلی، چې د غصب شویو دولتی ځمکو پېژندنه او خلاصون د سرپرست حکومت مهم لومړیتوب دی.
بل لور بیا عام خلک د دولتی ځمکو د خلاصون په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستایی، خو غوښتنه کوی، چې غاصبین باید مجازات شی.
حکومتی مسوولین وایی، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ په ځینو ولایتونو کې د ودانیزو چارو له امله ځنډ سره مخ وی، خو ټینګار کوی چې دا لړۍ به ټول هېواد کې دوام ولری او غصب شوې ځمکې به بېرته راګرځول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.