معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پارس کې سبا د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي

پارس کې سبا د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي

کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیکي لوبو پرانیسته کیږي.

د خبر پر بنسټ په‌ دې المپیک کې به شاوخوا ۱۰ زره پنځه سوه لوبغاړي د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره سیالي ترسره کړي.

په دې لوبو کې شپږ لوبغاړي د افغانستان دي، چې درې یې نجونې دي.

سرپرست حکومت ویلي، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون د دوی د حکومت استازیتوب نه‌ کوي.

د پاریس په المپیک کې به ۳۲ ډوله سیالۍ د اګست میاشتې تر ۱۱مې نېټې ترسره شي.

دا درېیم ځل دی چې پاریس د اوړي د المپیک د نړیوالو لوبو کوربه کیږي.

ــــــــــــــ

گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس