کابل گهیځ نیوز ( ۴ اسد ۱۴۰۳):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سبا د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیکی لوبو پرانیسته کیږی.
د خبر پر بنسټ په دې المپیک کې به شاوخوا ۱۰ زره پنځه سوه لوبغاړی د مډالونو د ترلاسه کولو لپاره سیالی ترسره کړی.
په دې لوبو کې شپږ لوبغاړی د افغانستان دی، چې درې یې نجونې دی.
سرپرست حکومت ویلی، د المپیک په لوبو کې د افغان نجونو ګډون د دوی د حکومت استازیتوب نه کوی.
د پاریس په المپیک کې به ۳۲ ډوله سیالۍ د اګست میاشتې تر ۱۱مې نېټې ترسره شی.
دا درېیم ځل دی چې پاریس د اوړی د المپیک د نړیوالو لوبو کوربه کیږی.
ــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ