معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاسپورټ ریاست په افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوي

پاسپورټ ریاست په افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې په سپينو عریضو یا افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوي.

د خبر پر بنسټ، د پاسپورټ عمومي ریاست مشر ویلي، چې دوی به په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش دغه لړۍ د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل کړي.

نوموړي همدغه راز زیاته کړې، چې تر دې وړاندې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده، وار ورته نه‌ رسېده، نو ځکه یې غوره بللې چې دا پرېکړه وکړي.

د پاسپورټ عمومي ریاست رییس همدا راز ویلي، چې دا بهیر یوازې په کابل کې پیلیږي او په خبره یې که چیرته یې پایله سمه وه؛ نو بیا به یې په ولایتونو کې هم پیل کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس