پاسپورټ ریاست په افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومی ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې په سپینو عریضو یا افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلوی.

د خبر پر بنسټ، د پاسپورټ عمومی ریاست مشر ویلی، چې دوی به په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش دغه لړۍ د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل کړی.

نوموړی همدغه راز زیاته کړې، چې تر دې وړاندې په انلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده، وار ورته نه‌ رسېده، نو ځکه یې غوره بللې چې دا پرېکړه وکړی.

د پاسپورټ عمومی ریاست رییس همدا راز ویلی، چې دا بهیر یوازې په کابل کې پیلیږی او په خبره یې که چیرته یې پایله سمه وه؛ نو بیا به یې په ولایتونو کې هم پیل کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.