ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وږی/ سنبلې لومړۍ او د اګسټ د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د پاسپورټ ریاست ادعا کوی چې په دغې اداره کې یې د فساد مخه نیولې.
د پاسپورټ عمومی ریاست مرستیال شیر شاه قریشی د دې ریاست د فعالیتونو کلنی راپور وړاندې کولو په اړه خبری غونډه کې وویل، په دې ریاست کې یې تر ډېره بریده د فساد مخه نیولې او کمېشن کاران او جعل کاران یې مشخص او له دندو لرې کړی دی.
د ښاغلی قریشی په خبره، د ولایتونو لپاره هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږی، څو د پاسپورټ غوښتوونکی په خپل ولایت کې په ټاکلې نېټه پاسپورټ تر لاسه او په مرکز کې د ګڼې-ګوڼې مخه ونیول شی.
د هغه په خبره، افغانستان کې د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید په موخه هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږی.
گهیځ