پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره بین‌الوزارتی کمېټه جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت د مشر د ځانګړی فرمان پر بنسټ کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتی کمېټه رامنځته شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی چې د سرپرست حکومت د مشر د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادی مرستیال په لارښوونې او د اقتصادی کمېسیون د ۱۴۴۵ قمری کال د دویمې ګڼې مصوبې پر بسټ د پانګونې د بین‌الوزارتی کمېټه رامنځته او لومړنۍ غونډه یې ترسره شوه.
د دغې غونډې په پای کې پرېکړه شوې چې ټول اړونده وزارتونه د درېو ورځو په لړ کې، د دغې کمېټې د کړنلارې د غنی کېدو په موخه خپل نظرونه په لیکنې بڼه د نوموړې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړی او د نظرونو تر یووالی وروسته به یوه جامع کړنلاره ترییب او د منظورۍ لپاره به اقتصادی کمېسیون ته وړاندې کړل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.