معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پاکستان؛ مسلمان “ورور او ګاونډی” که شریر “دښمن”؟!

پاکستان؛ مسلمان “ورور او ګاونډی” که شریر “دښمن”؟!

په تېرو څو اونیو کې یوځل بیا د کابل او اسلام آباد تر منځ سیاسي ناندرۍ او آن کله ناکله د دواړو ګاونډیو هېوادو تر منځ د دښمنۍ او عداوت غږونه تر غوږو کېږي.
پدې لړ کې د پاکستان د واکمن حکومت د کورنیو چارو وزیر “رانا ثناء الله ” هغه څرګندونې چې ګواکې د خپلو وسله والو مخالفانو په لټون کې به د افغانستان په خاوره کې هم پوځي اقدامات وکړي، دې اړخ ته هم غبرګونونه را وپارول او د دواړو هېوادو تر منځ یې د پخوا په څېر کړکیچ ته نوره هم هوا ورکړه.
پر نورو اقداماتو او څرګندونو سربېره، د افغانستان د دفاع وزیر دا تریخ ځواب چې “افغانستان بې څښتنه ندی چې هر څوک پرې را ودانګي”، تر یوه بریده د دوی عقل هم سر ته راوست، تر دې چې رانا ثناءالله اړ شو خپلې خبرې سمې کړي او هغه تل پاتې بهانه وګوري چې دده څرګندونې ګواکې ناسمې تعبیر شوې دي.
د کابل- اسلام آباد تر منځ سیاسي مخالفتونه او رسنیزې ناندرۍ نوې خبره هم نده، خو داسې اټکل کېده چې کېدای شي د دواړو ګاونډیو هېوادو تر منځ له کلونو کلونو را روانه د ناندریو دا لړۍ به په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ودرېږي، خو اوس حالات داسې ښکاري چې د کابل- اسلام آباد اړیکې تر پخوا زیاتې لا ترینګلې دي.
دا چې د ‌ډېرو شنونکو دا تحلیل او وړاندوینه ولې ناسمه را وخته، اوږد بحث او ډېرو خبرو ته اړتیا لري، خو
که له پاکستان سره د افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو هسکې او ټېټې په بې پرې ډول وڅېړو نو د ځینو په اند، آن باید له متحده بریتانوي هند څخه د پاکستان د جلا کېدو تاریخ او د هغه وخت پېښې او سیاستونه وڅېړو.
طبیعي خبره ده چې ددې ټولو پېښو او دومره تاریخ را سپړل ددې کرښو له توان څخه وتلې خبره ده، خو د آسیا په جنوب کې د بریتانوي هند له تجزیې څخه د پاکستان په نامه د یوه جلا هېواد جوړېدل، د ډېرو شنونکو او څېړونکو په اند، په سیمه کې د انګریزي استعمار د ګټو د محافظت لپاره و.
که څه هم په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د کمونیستي کودتا او تر هغې سمدستي وروسته د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو ځواکونو تر یرغل وروسته د پاکستاني ولس او حکومت مرستې، د ټول افغان ولس په یاد دي او د ټولو نا خوالو او ستونزو سره سره چې پدې ترڅ کې رامنځ ته شوې، افغان ولس یې احسانمن دی. خو ددې تر څنګ دا هم د پاملرنې وړ ده چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د انقلاب او دلته د شوروي په ملاتړ د کمونیست رژیم د واکمنۍ په ترڅ کې په خپل هېواد کې د مېشت افغان مهاجرینو څخه ښه پوره ګټه پورته کړه چې شاید تفصیل یې ددې کرښو له توان څخه بیرون وي.
بیا کله چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکا پر خوار او جګړه ځپلي افغانستان پوځي یرغل وکړ، پاکستاني واکمنو په یوه ځل د امریکا په ګټه خپله قبله بدله کړه او ثابته یې کړه چې پر دې هېواد واکمن سیاسیون او پوځي مشران د خپلو ګټو په لار کې نه د اسلامي اقدارو او نه هم د ګاونډیتوب پرواه ساتي.
دا هم جوته ده چې د پاکستاني واکمنو د دې دوه مخې او منافقانه پالیسۍ له امله تر نورو زیات، خپله پاکستاني ولس زیان ولید او دا لړۍ شاید په همدې ډول تر ډېره دوام هم وکړي.
په افغانستان کې د اشرف غني د واکمنۍ تر سقوط او له هېواد څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، د پاکستان له خوا پر خوارو افغانانو نوې نخرې پیل شوې، تر دې چې د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د افغان مېرمنو او ماشومانو لړۍ یې پیل کړه او تر دې چې داسې انځورونه خپاره شول چې لس ګونه افغانان یې لکه څاروي په یوه اوږده پړي تړلي او له یوې سیمې یې بلې سیمې ته لېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو خبري سرچینو راپور ورکړی چې په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ادعا لري چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې افغان کډوالو ته د رسېدنې په موخه پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.
دا لومړۍ ځل هم ندی چې پاکستان د افغانانو پر سر سوداګري کوي، آن پر افغانستان د سرو پوځونو د یرغل په کلونو کې هم د پاکستاني واکمنو همدا عادت و چې د افغان مهاجرینو او مجاهدینو پر سر به یې له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کولې خو ددې مرستو پنځوس سلنه هم پر خوارو افغانانو یې هم پر افغانانو نه مصرفېدلي.
طبیعي خبره ده چې د پاکستاني دا ډول دوه مخیزه سیاستونه، په اوږد مهال کې تر افغانستان زیات د
دوی خپل هېواد او وګړو ته زیان رسوي ځکه ښکاره ده چې امریکا او ورسره نور استعماري او کفري هېوادونه هېڅ کله نه غواړي یو اسلامي هېواد دې د اټومي وسلې په درلودو سره په راتلونکې کې دوی او یا نورو کفري هېوادو ته ګواښ جوړ کړي.
د افغانستان په اړه پر دوه مخۍ ولاړ د پاکستاني چارواکو سیاست نور له یوه ماشومه نیولې تر سیاستواله د هر افغان په ذهن کې نقش دی او د پردیو په تار تړلی د اسلام آباد واکمن که وغواړي که نه یوه ورځ به د خپلو دغه غلطو او ناروا سیاستونو قیمت پرې کوي.
اما د افسوس خبره داده چې پدې منځ کې به د پاکستان مظلوم او مسلمان ولس، چې لکه خوار او جګړه ځپلي افغانان د خپلو سیاستوالو د ناروا سیاستونو او کړنو قیمت پرې کوي، زیان به ویني او هغه وخت به بیا نه ددې هېواد پوځ او نه هم مزدور سیاستوال، د هغوی پر زخمونو د مرهم اېښودلو توان لري.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس