په تېرو څو اونیو کې یوځل بیا د کابل او اسلام آباد تر منځ سیاسی ناندرۍ او آن کله ناکله د دواړو ګاونډیو هېوادو تر منځ د دښمنۍ او عداوت غږونه تر غوږو کېږی.
پدې لړ کې د پاکستان د واکمن حکومت د کورنیو چارو وزیر “رانا ثناء الله ” هغه څرګندونې چې ګواکې د خپلو وسله والو مخالفانو په لټون کې به د افغانستان په خاوره کې هم پوځی اقدامات وکړی، دې اړخ ته هم غبرګونونه را وپارول او د دواړو هېوادو تر منځ یې د پخوا په څېر کړکیچ ته نوره هم هوا ورکړه.
پر نورو اقداماتو او څرګندونو سربېره، د افغانستان د دفاع وزیر دا تریخ ځواب چې “افغانستان بې څښتنه ندی چې هر څوک پرې را ودانګی”، تر یوه بریده د دوی عقل هم سر ته راوست، تر دې چې رانا ثناءالله اړ شو خپلې خبرې سمې کړی او هغه تل پاتې بهانه وګوری چې دده څرګندونې ګواکې ناسمې تعبیر شوې دی.
د کابل- اسلام آباد تر منځ سیاسی مخالفتونه او رسنیزې ناندرۍ نوې خبره هم نده، خو داسې اټکل کېده چې کېدای شی د دواړو ګاونډیو هېوادو تر منځ له کلونو کلونو را روانه د ناندریو دا لړۍ به په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته ودرېږی، خو اوس حالات داسې ښکاری چې د کابل- اسلام آباد اړیکې تر پخوا زیاتې لا ترینګلې دی.
دا چې د ډېرو شنونکو دا تحلیل او وړاندوینه ولې ناسمه را وخته، اوږد بحث او ډېرو خبرو ته اړتیا لری، خو
که له پاکستان سره د افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو هسکې او ټېټې په بې پرې ډول وڅېړو نو د ځینو په اند، آن باید له متحده بریتانوی هند څخه د پاکستان د جلا کېدو تاریخ او د هغه وخت پېښې او سیاستونه وڅېړو.
طبیعی خبره ده چې ددې ټولو پېښو او دومره تاریخ را سپړل ددې کرښو له توان څخه وتلې خبره ده، خو د آسیا په جنوب کې د بریتانوی هند له تجزیې څخه د پاکستان په نامه د یوه جلا هېواد جوړېدل، د ډېرو شنونکو او څېړونکو په اند، په سیمه کې د انګریزی استعمار د ګټو د محافظت لپاره و.
که څه هم په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د کمونیستی کودتا او تر هغې سمدستی وروسته د ۱۳۵۸ کال د جدی په شپږمه، پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د سرو ځواکونو تر یرغل وروسته د پاکستانی ولس او حکومت مرستې، د ټول افغان ولس په یاد دی او د ټولو نا خوالو او ستونزو سره سره چې پدې ترڅ کې رامنځ ته شوې، افغان ولس یې احسانمن دی. خو ددې تر څنګ دا هم د پاملرنې وړ ده چې پاکستانی چارواکو د افغانستان د انقلاب او دلته د شوروی په ملاتړ د کمونیست رژیم د واکمنۍ په ترڅ کې په خپل هېواد کې د مېشت افغان مهاجرینو څخه ښه پوره ګټه پورته کړه چې شاید تفصیل یې ددې کرښو له توان څخه بیرون وی.
بیا کله چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې امریکا پر خوار او جګړه ځپلی افغانستان پوځی یرغل وکړ، پاکستانی واکمنو په یوه ځل د امریکا په ګټه خپله قبله بدله کړه او ثابته یې کړه چې پر دې هېواد واکمن سیاسیون او پوځی مشران د خپلو ګټو په لار کې نه د اسلامی اقدارو او نه هم د ګاونډیتوب پرواه ساتی.
دا هم جوته ده چې د پاکستانی واکمنو د دې دوه مخې او منافقانه پالیسۍ له امله تر نورو زیات، خپله پاکستانی ولس زیان ولید او دا لړۍ شاید په همدې ډول تر ډېره دوام هم وکړی.
په افغانستان کې د اشرف غنی د واکمنۍ تر سقوط او له هېواد څخه د امریکایی ځواکونو تر وتلو وروسته، د پاکستان له خوا پر خوارو افغانانو نوې نخرې پیل شوې، تر دې چې د وروستیو راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د افغان مېرمنو او ماشومانو لړۍ یې پیل کړه او تر دې چې داسې انځورونه خپاره شول چې لس ګونه افغانان یې لکه څاروی په یوه اوږده پړی تړلی او له یوې سیمې یې بلې سیمې ته لېږدوی.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو خبری سرچینو راپور ورکړی چې په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ادعا لری چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې افغان کډوالو ته د رسېدنې په موخه پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.
دا لومړۍ ځل هم ندی چې پاکستان د افغانانو پر سر سوداګری کوی، آن پر افغانستان د سرو پوځونو د یرغل په کلونو کې هم د پاکستانی واکمنو همدا عادت و چې د افغان مهاجرینو او مجاهدینو پر سر به یې له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کولې خو ددې مرستو پنځوس سلنه هم پر خوارو افغانانو یې هم پر افغانانو نه مصرفېدلی.
طبیعی خبره ده چې د پاکستانی دا ډول دوه مخیزه سیاستونه، په اوږد مهال کې تر افغانستان زیات د
دوی خپل هېواد او وګړو ته زیان رسوی ځکه ښکاره ده چې امریکا او ورسره نور استعماری او کفری هېوادونه هېڅ کله نه غواړی یو اسلامی هېواد دې د اټومی وسلې په درلودو سره په راتلونکې کې دوی او یا نورو کفری هېوادو ته ګواښ جوړ کړی.
د افغانستان په اړه پر دوه مخۍ ولاړ د پاکستانی چارواکو سیاست نور له یوه ماشومه نیولې تر سیاستواله د هر افغان په ذهن کې نقش دی او د پردیو په تار تړلی د اسلام آباد واکمن که وغواړی که نه یوه ورځ به د خپلو دغه غلطو او ناروا سیاستونو قیمت پرې کوی.
اما د افسوس خبره داده چې پدې منځ کې به د پاکستان مظلوم او مسلمان ولس، چې لکه خوار او جګړه ځپلی افغانان د خپلو سیاستوالو د ناروا سیاستونو او کړنو قیمت پرې کوی، زیان به وینی او هغه وخت به بیا نه ددې هېواد پوځ او نه هم مزدور سیاستوال، د هغوی پر زخمونو د مرهم اېښودلو توان لری.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ