معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستاني سرتیرو سپین بولدک کې د عامو خلکو پر کورنو د هاونونو ویشتل پیل کړي

پاکستاني سرتیرو سپین بولدک کې د عامو خلکو پر کورنو د هاونونو ویشتل پیل کړي

دوهم تعقیب/ بولدک:
گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۴):
یو شمېر ځایي سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې سپین بولدک په جګړه کې پاکستاني پوځیانو د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو ویشتل پیل کړي.
د ځایي سرچینو د اطلاعاتو له مخې افغان حکومت سرتېرو د شیرو اوبو سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې د پاکستاني لوري لخوا پرې ډزې شوي دي.
دغه پېښه نن یوولس بجې پیل شوې چې اوس هم سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسارۍ یوې سرچینې ځايي خبریالانو ته ویلي چې دغه جګړه له دروازې څخه لري رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.
دغه نښته کې تر اوسه د دواړو لورو د مرګ_ژوبلې کره شمېره معلومه نه ده، خو د سپین بولدک روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه ورته دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس