دوهم تعقیب/ بولدک:
گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
یو شمېر ځایی سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې سپین بولدک په جګړه کې پاکستانی پوځیانو د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو ویشتل پیل کړی.
د ځایی سرچینو د اطلاعاتو له مخې افغان حکومت سرتېرو د شیرو اوبو سیمه کې امنیتی پوستې جوړولې چې د پاکستانی لوری لخوا پرې ډزې شوی دی.
دغه پېښه نن یوولس بجې پیل شوې چې اوس هم سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږی.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسارۍ یوې سرچینې ځایی خبریالانو ته ویلی چې دغه جګړه له دروازې څخه لری رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.
دغه نښته کې تر اوسه د دواړو لورو د مرګ_ژوبلې کره شمېره معلومه نه ده، خو د سپین بولدک روغتون مسوولینو رسنیو ته ویلی چې د پېښې له ځایه ورته دوه تنه ټپیان وروړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ