پاکستانی طالبانو ویلی، د پنجاب په میانوالی پوستی یې بریالی برید ترسره کړی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۲ مه نېټه):
د پاکستان د طالبانو تحریک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې وسلوالو بریدګرو یې پنجاب کې د میانوالې پولیسو پوستې پر امریت برید ترسره کړی دی.
خبرباڼه کې راغلی، چې په برید کې سپکې او درنې وسلې لکه سنېپر، راکټ، پیکا او جی ایل کارول شوی، چې له امله یې پاکستانی پولیسو ته د ډېرې مرګ_ژوبلې د اوښتو احتمال شته.
دوی ویلی، برید کې د پولیسو پوسته هم په بشپړه توګه تخریب شوې ده.
د پاکستانی طالبانو تحریک دغه خبرپانه کې وړاندې ویلی، چې برید کې د دوی وسلوالو ته کوم زیان نه دی رسېدلی او تر برید وروسته له سیمې څخه تللی دی.
پاکستانی حکومت بیا تر دا مهال د دغې برید او په کې خپل لوری ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسنیو ته څۀ نه دی ویلی.
دې وروستیو کې د پاکستانی طالبانو له لوری پر حکومتی پوستو او اشخاصو بریدونو زور موندلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.