کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر مفتی نور ولی مسید له CNN ټلوېزیونی چېنل سره په خبرو کې ویلی، چې دوی د پاکستان له حکومت سره د پاکستان له خاورې جنګ روان کړی دی.
د تحریک طالبان پاکستان مشر له یاد چېنل سره په خبرو کې زیاته کړې چې دوی د پاکستانی پوځ پر وړاندې د جګړې لپاره کافی ځواک لری چې په دغه برخه کې یې له افغان طالبانو نه مرسته غوښتې او نه ورته اړتیا لری چې له هغوی مرسته وغواړی.
وړاندې تر دې یو شمېر پاکستانی چارواکو د افغانستان اوسنی حکومت پاکستانی طالبانو سره په ملاتړ تورن کړی و، خو افغان حکومت بیا د پاکستانی چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ