کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی طـ.ـ ـالبانو روان کال لپاره د “الخندق” عملیاتو له اعلان سره سم تېره ورځ د پاکستان حکومت پر بېلابېلو امنیتی ادارو او هدفونو پراخ بریدونه پیل کړل.
د راپورونو پر بنسټ لومړی برید د جنوبی پنجاب په لاهور ضلعه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر قطار وشو، چې په کې د یو پولیس آفسر په ګډون د درې تنو د وژل کېدو او د اوو نورو سرتېرو د ټپی کېدو پخلی شوی.
دغه راز، د چترال په دروش او د اورکزو په ډبوری سیمو کې د پولیسو پر پوستو د لایزری وسلو پرمټ بریدونه وشول، چې په پایله کې یې څلور عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
د شمالی وزیرستان په شېوه، د بنو په غوریواله او ککې، د مومندو په صافو، د پېښور په شېرکری حسن خېل او د لکی مروت په نورنګ او نورو سیمو کې هم پر بېلابېلو پوستو او پوځی موټرو بریدونه شوی دې.
همداراز، په کرمه، جنوبی وزیرستان، مردان، باجوړ، مکران، خېبر، ټانک، اورکزو او چترال سیمو کې هم بریدونه شوی، چې تر ټولو ډېر یې شمالی وزیرستان کې د لسګونو امنیتی پوستو او پوځی وسایطو په نښه کول دی.
د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ د دغو ۴۸ شویو بریدونو له امله د پاکستان حکومت پورې تړلو د ۴۳ تنو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپی کېدو ادعا شوې، خو رسمی سرچینو تر اوسه په ټولیز ډول د مرګ – ژوبلې کچه نه ده رسنیزه کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ