کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوی، چې یو وار بیا د پولیسو له لوری د دوی ځورول زیات شوی دی.
په راولپنډۍ او اسلام اباد کې یو شمېر دېره افغانان وایی، چې پولیس د شپې پر مهال د دوی کورونو ته ورځی، تالاشی اخلی، سپکې سپورې ورته وایی او د قانونی اسنادو له لرلو سره – سره یې تاڼو ته بیایی.
دوی ادعا کوی چې پولیسو ورته ویلی چې له رسنیو سره به خبرې نه کوی، ګنې سخته سزا به ورکړی.
د پاکستان په دغو دوو ښارونو کې څو تنو افغانانو ویلی، چې پولیس پر دې سربېره چې په افغانانو پسې کورونو ته ورځی، په لارو او کوڅو کې هم هر هغه څوک چې د افغان شک پرې وکړی، نیسی او د قانونی اسنادو پروا یې نه کوی.
په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، په یوه اوونۍ کې پاکستان تر ۴ سوو ډېر افغانان له خپلې خاورې ویستلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ