پاکستانی پولیسو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشی نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۹ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشی نیول دی.
د راپور پر بنسټ، د قریشی نیول د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د لوړ پوړو غړو په وړاندې د واکمن ګوند د پراخې ځپنې یوه برخه ګڼل کیږی.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون د دې ګوند زیات شمېر غړی نیولی او په دې توګه یې ټول هېواد کې د عمران خان ولسی قدرت ځپلې دی.
شاه محمود قریشی چې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې په یو خبری کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو.
قریشی په دې خبری غونډه کې د ټاکنو د ځنډولو له امله پر پاکستانی چارواکو سختې نیوکې وکړې. ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.