پاکستانی پولیسو د دغه هېواد د کورنیو چارو پخوانی وزیر نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په مری ښار کې پولیسو عوامی مسلم لیګ ګوند مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید احمد نیولی دی.
نوموړی تر نیول کېدو وروسته د پلازمېنې اسلام آباد پولیسو ته سپارل شوی.
دا چې رشید چېرته او څرنګه نیول شوی، په دې اړه ضد او نقیض اطلاعات خپاره شوی دی.
په خپله شیخ رشید احمد تر نیول کېدو وروسته یوه ځایی خصوصی تلویزیون ته ویلی، چې سل_دوه سوه پولیس په زینو وروختل او د دروازو تر ماتولو وروسته یې ټول کاریګر وډبول او زور_زیاتی یې ترسره کړ.
هغه په خواله رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو کې بیا دا ادعا هم کړې، چې ګوندې دا هر څه ورسره د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او کورنیو چارو اوسنی وزیر رانا ثناء الله کړی دی.
د رسنیو د اطلاعاتو له مخې د نوموړی ضمانت د فبرورۍ تر شپږمې نېټې پورې منل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.