پاکستانی پولیسو د عمران خان د ګوند نږدې ۲ سوه کسان نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد امنیتی چارواکو نن دوشنبه اعلان وکړ، چې د اسلام آباد پولیسو د تحریک انصاف یا د عمران خان د ګوند نږدې ۲ سوه پلویان پر پولیسو د برید او په پلازمېنه اسلام آباد کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو په تور نیولی دی.
دوی د دغه کسانو د نیول کېدو خبر په داسې مهال ورکوی، چې لاهور کې د عمران خان د نیولو په هڅه د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د اخ_ډب وروسته د اسلام آباد یوې محکمې ته د عمران خان د راتلو پرمهال د ده د پلویانو او د پلازمېنې د پولیسو ترمنځ د څو ساعته نښتې راپورونه ورکړل شول.
پاکستان کې یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د تحفو د خرڅولو په تور د نوموړی د نیولو حکم جاری کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.