معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني پوځ د بلوڅو پر لاریون بریدونه کړي

پاکستاني پوځ د بلوڅو پر لاریون بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې د پاکستان پوځ په ګوادر سیمه کې د بلوڅو پر سوله ییز لاریون بریدونه کړي.

د خبر پر بنسټ د دغه لاریون مشرې، ماهرنګ بلوڅ هم ویلي، چې پاکستاني لوري له دوی سره د مذاکراتو پر ځای پر لاریون ډزې کړي، چې تر اوسه په کې د مرګ – ژوبلې شمېره روښانه نه ده.

ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې، چې پاکستاني پوځ یې ګڼ شمېر ملګري نیولي او له ځان سره یې بیولي، چې د هغوی په اړه هم اطلاعات نه ورکول کیږي.

هغې زیاته کړې، چې لاریون کوونکو او د هغې ملګرو ته که تر دې وروسته لا زیات زیان ورسیږي او پایلې یې هر څه وي، مسوولیت به یې د پاکستاني حکومت پر غاړه وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس