کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر ځایی سرچینو ویلی، چې د پاکستان پوځ په ګوادر سیمه کې د بلوڅو پر سوله ییز لاریون بریدونه کړی.
د خبر پر بنسټ د دغه لاریون مشرې، ماهرنګ بلوڅ هم ویلی، چې پاکستانی لوری له دوی سره د مذاکراتو پر ځای پر لاریون ډزې کړی، چې تر اوسه په کې د مرګ – ژوبلې شمېره روښانه نه ده.
ماهرنګ بلوڅ ادعا کړې، چې پاکستانی پوځ یې ګڼ شمېر ملګری نیولی او له ځان سره یې بیولی، چې د هغوی په اړه هم اطلاعات نه ورکول کیږی.
هغې زیاته کړې، چې لاریون کوونکو او د هغې ملګرو ته که تر دې وروسته لا زیات زیان ورسیږی او پایلې یې هر څه وی، مسوولیت به یې د پاکستانی حکومت پر غاړه وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ