کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د افغانستان او لویدیځې آسیا په چارو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سکرتر رحیم حیات قریشی د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویوینګ سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د یو سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی او د سیمې د ثبات لپاره یې د همغږۍ زیاتوالی اړین بللی دی.
دوی په دې لیدنه کې د سیمې سولې، ثبات او هوساینې لپاره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ونډه هم اړینه یاده کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ