کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادارت د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښیی.
د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو پر بنسټ د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې، چې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۹۴ میلیونه ډالره دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت پنبه، ۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، د ۱۶میلیونه ډالرو په ارزښت مۍ، د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پیاز او ځینې نور توکی پاکستان ته صادر شوی دی.
له دې سره هم مهاله پاکستانی چارواکو ویلی، چې د تورخم بندر له لارې دغه هېواد ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات کم شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ